کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر په لومړي کاري لیدنه کې د سیمې په ځانګړې ډول د فلسطین په اړه د دغه هېواد له ملاتړي دریځ څخه مننه وکړه.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار نن دوشنبې د غوايي ۳ مه د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي سره په لیدنه کې و ویل: د پاکستان دولت او خلک د ښاغلي سفر ته سترګې په لاره و مو ستاسو د کوربتوب ویاړ لرو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: اسلامي نړۍ د ګډو ستونزو د حل په برخه کې د ایران د اغېز لرونکي رول څخه مننه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د فلسطین د ملاتړ په اړه د ایران اسلامي جمهوریت دریځ د ستایلو وړ دی.

سناتور اسحق دار دغه راز د ایران اسلامي جمهوریت د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د بریالیو ټاکنو تر سره کېدو مبارکی هم ایران ته ورکړه.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامی جمهوریت ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی د یو لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسېد.

د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د کوربه هېواد د کور جوړونې د وزیر له خوا د ایران ولسمشر تود هرکلی وشو.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر رئیسي د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، عدالت او کرنې په برخو کې د همکاریو یو شمېر سندونه د اړوندو وزیرانو او د جمهور رئیسانو په حضور کې لاسلیک شي. 

د پیغام پای/