کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال له اسلامي نړۍ د اسرائیلو پر وړاندې فلسطین د ملاتړ پر غوښتنه ټینګار وکړ ویې ویل، اسلامی هېوادونه باید اجازه ورنه کړی تر څو دا سناریو د اسلامي نړۍ په ټولو برخو کې تکرار کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن دوشنبې د غوايي ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال طارق علي بخیت سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

بخیت په دې بیان سره چې د اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته ژمن دی زیاته کړه: دغه سازمان د افغانانو د لومړیتوبونو په ګوته کولو لپاره یو پلاوی افغانستان ته رالېږلی دی.

د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال له افغانستان سره د مرستو په مقصد د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا د يوه صندوق د جوړولو يادونه وکړه ويې ويل: دغه صندوق له افغانانو سره د مرستو د راټولولو په مقصد جوړ شوى دى.

هغه زیاته کړه: د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي له افغانانو سره د مرستې او له نړۍ سره د افغانستان د تعامل لپاره زمینه برابره کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي له داعش سره د مبارزې او ځپلو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاينه وکړه ويې ويل: د بنسټيزو پروژو د پيل او د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې په ځینو مواردو کې اندېښنې لري باید د حل لپاره یې له اسلامي امارت سره له نږدې خبرې وکړي.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم وویل: اسلامي امارت د افغانستان او نړۍ په کچه د اسلامي همکاریو د سازمان له هڅو مننه کوي.
هغه افغانانو ته د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار وکړ زیاته یې کړه: هیله لري چې د اسلامي همکاریو سازمان له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.

د حکومت سیاسي مرستیال ټینګار وکړ: اسلامي امارت په څه کم درې کلونو کې په افغانستان کې داعش له منځه وړی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
هغه وويل، چې په افغانستان کې يو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دى، چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او لا هم په سيمه کې د همکارۍ، تعامل او ثبات د پراختيا غوښتونکي دي.

د دولت سياسي مرستيال څرګنده کړه: موږ له اسلامي هېوادونو سره ديني، کلتوري، تاريخي او سياسي مشترکات لرو او هيله لرو چې د دغو مشترکاتو د پياوړتيا لپاره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړو.

نوموړي د اسلامي نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکړه چې له شته فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه، ټولې ښځينه افسرانې او ښوونکې چې په دولتي ادارو کې يې کار کړى، له دندو ګوښه شوي نه دي او معاشونه يې په کورونو کې ورکول کېږي.

سیاسي مرستیال وویل، اسلامي هېوادونه باید د غزې د مسئلې په اړه د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي چې دغه سناریو د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې تکرار شي.

د پیغام پای/