کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د غوايي ۲ مه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي سره د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سیمې په وروستیو تحولاتو، اړیکو او نورو دوه اړخیزه موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې مثبتې وارزولې او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.
مقتي و ویل، چې سږ کال د الله ج په فضل سره هېواد کې ورښت زیات شوی چې له امله یې له څو کلونو وروسته سخته وچکالي له منځه تللې او د هلمند ولایت د سیند اوبه تر نیمروز او د کاونډي هېواد تر سیستان پورې رسېدلې دي.
حسن کاظمي قمي په غزه د صهیونیستي رژیم تېری او دغه راز د دغه جعلي رژیم له خوا په دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت په قونسلګرۍ د برید په اړه د افغانستان د اسلامي امارت دریځ وستایه او مننه یې ترې وکړه.
هغه دغه راز سیستان ته د هلمند سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو له لرې کولو څخه مننه وکړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان به دوام ومومي.
د پیغام پای/