کابل- ایرنا- د نړیوالو چارو یو شمېر شنوونکي د ایران اسلامي جمهوریت له خوا پر اسرائیلو د وعده صادق برید په اړه وايي، دغه ځواکمن برید ثابته کړه، چې ایران په نړیوالو معادلاتو کې د بدلون توان لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د وري په ۲۵ مه د یوې بیانیې په خبرولو سره په دمشق کې د دوی په قونسلګرۍ د برید په غڅ کې پر اسرائیلي اهدافو او اشغالي سیمو د لسګونه راکیټي او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی وو.

د ایران اسلامي جمهوریت راکیټي سرګولولو او بې پیلوټه الوتکو دغه تصورات چې ګې د اسرائیلو اوسپنیزه ګمبنده د نه ماتې ده او هېڅ ځواک نه شي کولی ترې تېر شي ناکام ثابت کړل او په تېرېدو سره یې د اسرائیلو څو پوځي او هوايي اډې په نښه او له منځه یووړې.

اوس سوال دا دی چې د دغه غچ اخیستونکي برید آغېز د نړۍ او منځنی آسیا په معادلاتو کې څه دی؟

د نړیوالو چارو یو شمېر شنوونکو په دې اړه د ایرنا خبري آژانس د خبریال سره خبرو کې و ویل:د ایران سلامي جمهوریت له خوا پر اسرائیلو د وعده صادق ځواکمن برید ثابته کړه، چې ایران په نړیوالو معادلاتو کې د بدلون توان لري.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند نن یکشنبې د غوايي ۲ مه په کابل کې د ایرنا خبری اژانس له خبریال سره د خبرو پر مهال وویل، نړۍ کې د امریکا، روسیې او چین په ګډون د قدرت مثلث شتون رامنځ ته شوې، چې ډېری سیاسي معادلې او لویې لوبې په لاس کې لري او دوی دي چې په نړۍ کې سیالۍ رامنځته کوي، مګر اوس دا لوبه بدله شوې او پر اسراییلو د ایران برید د امریکا یو قطبي توب تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه زیاته کړه: امریکا هڅه کوی نړۍ ته وښیی چې لا هم د نړۍ یو ستر قدرت دی چې د اوکراین، روسیې، اسرائیلو او فلسطین جنګونه یې اداره کړی، خو په دغو لوبو کې د ایران داخلېدو معادلات سره ګډوډ کړل، شرقي بلاک چې له ایران، روسیې او چین څخه جوړ دی، د امریکا زبر ځواک په کې بې مانا وښودل شو.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه په دې باور دی چې د ایران او اسرائیلو د جګړې زیاتوالی د دریمې نړیوالې جګړې د پیل لپاره د خطر زنګ دی.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو شنوونکي سید حسن حسیني هم ایرنا خبري آژانس ته و ویل، لومړی خو دا چې د ایران له خوا پر اسرائیلو غچ اخیستوونکی برید په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید وو، دویم دا چې دا په منځنۍ آسیا کې بر اسرائیلو باندې له ۱۹۶۷ کال راپدېخوا خوا لومړی مخامخ برید وو چې د ایران اسلامي جمهوریت له لوري تر سره شو.
د نړیوالو چارو دغه کارپوه زیاته کړه: په اسرائیلو باندې د ایران برید د سیمې او د مینځني ختیځ د هېوادونو لپاره د هیلو سرچینه ګرځېدلې ځکه چې له دې مخکې هېڅ هېواد د اسرائیلو او د دغه رژیم د متحدینو لکه امریکا، انګلستان، فرانسې په مقابل کې د درېدو جرات نه درلود. 

هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د اسرائیلو رژیم ته د سزا ورکولو لپاره یو ځواکمنه ننداره ترسره کړه چې په ټولیزه توګه یې سیاسی معادله بدله کړه او لږ تر لږه دا ذهنیت یې رامنځته کړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې له اسرائیلي رژیم سره معادل، مقابله او مقابله ته وده ورکړه.

حسینی زیاته کړه: له دې وروسته به د اسرائیلو او د هغه د متحدینو ځواب د ایران اسلامي جمهوریت ته ورګرځي، ځکه ثابته شوه، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو معادلو د بدلولو توان په لاس کې لري.

د کارپوهانو او د نړۍ د رسنیو د نظرونو په څېړلو سره، دې پایلې ته رسېږو چې د وعده صادق برید د جګړې ټولو ښکیلو خواوو ته د ایران په مقابل کې د غلطو محاسبو د کولو ذیګنال ورکړ.

د پیغام پای/