کابل- ایرنا- د حماس اسلامي سیاسي ډلې د دفتر رییس وايي، که دښمن پر رفح ښار د برید پرېکړه وکړي زموږ خلک به سپین بیرغ پورته نه کړی او د خپلې دفاع لپاره به مقاومت ته دوام ورکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د حماس اسلامي سیاسي ډلې د دفتر رییس اسماعیل هنیه ویلي، که غاصب رژیم دا فکر کوي چې زما د کورنۍ په وړاندې په جنایت او زما د ماشومانو په وژلو سره کولای شي د تحریک پر رهبرۍ فشار راوړي چې په مذاکراتو کې امتیازات ورکړي، دا یوه مغروره ده.

 د هغه په وينا، که دښمن پر رفح د بريد پرېکړه وکړي، زموږ خلک به سپين بيرغ پورته نه کړي او مقاومت له ځانه دفاع ته چمتو دى.

 هنيه زیاته کړه: د رفح د برید په اړه د واشنګټن دریځ درواغجن دی او موږ به د امریکایانو او اسراییلو ترمنځ د رول لوبولو (د رولونو تبادلې) په جال کې ګیر نه شو.

هغه دا هم وویل: اسرائیل له اوربند سره موافقه نه ده کړې او هغه څه چې غواړي خپل بندیان بېرته راستانه کړي او بیا جګړه پیل کړي، دا به ونه شي.

د پیغام پای/