کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل لوېدیځ امام جمعه حجت الاسلام ولمسلمین محمد باقر دانش جمعه د وري ۳۱ مه د کابل په لوېدیځ کې په دیني او سیاسي لمانځه کې له اخلاقي او دیني مسایلو سربیره پر اسرائیلو باندې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د توغندیو او ډرون برید ته اشاره وکړه ویې ویل: د اسرائیلو په صهیونیستي رژيم د ایران د اسلامي جمهوریت برید مشروع، روا او هیریدونکی حق وو.
ښاغلي دانش په دې خبرې سره چې نن کفري نړۍ له اسلام سره مخامخ ده زیاته کړه: که امریکا، انګلستان او فرانسې له غاصب او جعلي اسرائیلي رژیم سره مرسته نه وای کړې او د ایران د توغندیو مخه یې نه وای نیولې، اسرائیل به د اسلام په محدودو بریدونو سره د خاورو سره مخ شوي وای.
د کابل د لوېدیځ د جمعې امام د وعده صادق د توغندیو په شنډولو کې د ځینو عربو هېوادونو په تېره بیا د اردن په همکارۍ سختې نیوکې وکړې ویې ویل: د اردن خلک د دغه هېواد په خاوره کې د ایران د توغندیو پر مخنیوي سخت خواشیني دي، دا یواې د څو مفت خورو او کفري شېخانو کار دی، چې د کفارو او اسراییلو سره همکاري کوي.
ښاغلي دانش د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت امام خمیني (رح) څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د امت د عزتمن امام له قوله که اسلامي نړۍ په اسرائیلو باندې یو سلواغه اوبه هم وغورځوي، دغه ظالم رژیم به غرق شي، که له دې رژیم سره د ځینو اسلامي هېوادونو همکاري نه وي، نو ژر به له منځه ولاړ شي.
د کابل د لوېدیځ امام څرګنده کړه: نن سبا امریکا، انګلستان او فرانسه د اسلامي هېوادونو له لارې غاصب اسرائیلي رژیم ته اسانتیاوې برابروي او دا د ځینو غیر مسلمانو عربو شیخانو له خوا د اسلامي امت له حق سره خیانت دی.
هغه په دې خبرې سره چې د اسرائیلو غاصب رژیم په نیواک شویو سیمو کې د بشر ضد جنایتونو په ترسره کولو سره د مسلمانانو په نسل کشۍ بوخت دی زیاته کړه: دغه جعلی رژیم په سوریه کې د ایران اسلامی جمهوریت په قونسلګرۍ برید د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ورزی د، د دې برید په وړاندې د ایران وعده صادق یو مشروع ځواب او یو مطلق حق دی چې له نېکه مرغه دا هغه هېواد و چې سخت وځپل شو.
د کابل د لوېدیځ د جمعې د لمانځه امام څرګنده کړه: د وعده صادق برید د ستاینې وړ او د نړۍ د مظلومو او مسلمانانو زړونه یې خوښ کړل.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د تېرې شنبې په ورځ د وري په ۲۵مه په یوه بیانیه کې د «وعده صادق» عملیاتو د ترسره کولو او د اسرائیلو د نیواکګرو سیمو او د صهیونیسټی رژیم په مرکزونو د لسګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د ویشتلو خبر په سوریه کې د ایران قونسلګرۍ ته د دغه رژیم د توغندیز برید په ځواب کې ورکړ.
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د اسرائیلو دغه دفاعي سیستم په یوه ساعت کې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت لري.
د پیغام پای/