هرات- ایرنا- د هرات ولایت د موزیم مسوولینو وايي، په تېره یوه میاشت کې کابو ۲ زره تنو د دغه ولایت له موزیم او آرشیف څخه لیدنه کړې ده.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات د موزیم مدیر عبدالجبار نوروزي نن پنشنبې د وري ۳۰ مه د دغه ولایت له موزیم او آرشیف څخه د لیدونو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د نوروزي په وینا په تېره یوه میاشت کې ۲ زره تنو د دغه ولایت له موزیم او آرشیف څخه لیدنه کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایرنا د خبر له مخې هرات د افغانستان یو له لروغونو ولایتونو څخه دی چې ډېر پخواني او تاریخي آثار لري او هر کال تر زرګونه بهرني او کورني سېلانیان لیدنه کوي.

د پيغام پای/