کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو سياسي څانگو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته په بیجينگ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداگرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو گډون درلود.
په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستنه شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د مؤثريت د لا زياتېدو په موخه خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوندو لوريو سره شريک کړل او چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي.
چينايي لوري همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان سره د اجباري راستنه شوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه وکړه چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بياپيل زمينه برابره کړي.
د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توګه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړ.
همداراز دواړو غاړو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو په اړه خبرې وکړې او ټينگار وشو چې د چارو د چټکتيا په موخه پر طرحو غور وشي.
افغان لوري د چين په ملاتړ د افغانستان د حکومت په گڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د ظرفيت لوړونې د روزنيزو پروگرامونو هرکلی وکړ. پر دې سربيره، چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان له اړتيا سره سم به افغان زدهکوونکو ته د سکالرشپونو لړۍ پراخه کړي.
د پیغام پای/