کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له سرپل ولایت څخه د داخلي ګرځندویانو لیدنه زیاته شوې ده.
خبرپاڼه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له قوله ویل شوي: ډاډمن امنیت، شین طبعیت او په دغه ولایت کې طبعي جاذبې د دې لامل شوې چې ګرځندویان زیات شي.
د هغه په وينا، هره ورځ سلګونه کورني سيلانيان د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه کوي او هڅه کېږي چې د سيلانيانو لپاره اسانتياوې او سهولتونه برابر کړي.
چارواکي وايي، د دوبي د موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د ګرځندویانو کچه لوړه شوې او زرګونه هېوادوال د هېواد د ټولو ولایتونو له طبیعي ځایونو او منظرو څخه لیدنه کوي.
د ایرنا د خبر له مخې افغانستان چې د زرګونو کلن تاریخ په لرلو سره په زړه کې ډېر تاریخي ځایونه او طبیعي ښکلاګانې لري چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی او هر کال په زرګونو کورني او بهرني سیلانیان د دغه هیواد د لیدو کتو ته ورځي.
د پیغام پای/