کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صعنت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو برخه کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ سه شنبې د وري ۲۸ مه مازیګر مهال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

نورالدین عزیزي په دغه لیدنه کې ویلي: د ګاونډیو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې د دې لامل شوې چې ان د ترانزیټي لارو بدېدو په صورت کې هم بیو باندې کوم منفي اغېز نه دی شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړې: د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره همکار دی او د هغوی د فعالیت لپاره یې هېواد کې وړ اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.

د عزیزي وینا؛ د اسلامي امارت د ښه اقتصادي سیاست پر اساس د هېواد په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، دغه راز د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې افغاني تولیدات ښه باز لری او دغه راز د بازار موندنې لپاره په ټولو بازارونو کې نندارتونونه جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې ویې ویل د امارت ادارې بې سارې هلې ځلې او د افغانۍ ثبات د دې لامل شو چې په هېواد کې د خوراکي توکو بیې په مناسب حالت کې پاتې شي او زموږ هېوادوال د اړتیا وړ توکو د پېرلو توان ولري.

مولوي عبدالکبير له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو د ټينګار تر څنګ زياته کړه، چې د کورنيو توليداتو د ښه کيفيت او د صنعت د ودې او پراختيا په برخه کې بايد زياتې هڅې وشي.

د پیغام پای/