کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران سه شنبې د وري ۲۸ مه ویلي: د دغه وزارت د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په هېواد کې د نور او بریا تلویزیون خپرونې وځنډولې.
د غفران په وینا، د رسنیو د سړغونې کمېسیون د دغه تلوېزیونونو خپرونې د دغه کمېسیون سپارښتنو ته د نه پاملرنې او دغه راز د خبریالۍ اصولو په پام کې نه نیولو له امله ځنډولې دي.
ده څرګنده کړه: د همدې اصولو په رڼا کې پرېکړه وشوه چې دغه رسنۍ دې محکمې ته وړاندې شي او د محکمې تر پرېکړې پورې دې خپل فعاليتونه ودروي، دا د کمیسیون پریکړه وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند وويل: د دغو رسنيو د جواز خاوندانو په مکرر ډول د رژيم پر خلاف تبليغات کول.
د ایرنا د راپور له مخې د «نور» تلویزیون جواز اخیستونکی صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او د «بریا» تلویزیون د جواز خاوند ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامي ګوند مشر دی.
د پیغام پای/