کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت ویاند په هېواد کې د ۷۲۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو د فعالیت خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب له ملي ټلوېزيون سره په خبرو کې په هېواد کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو فعاليتونه بيان کړل.

د حبيب په وينا، اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ٧٢٠ کورني او بهرني بنسټونه فعاليت کوي، چې له دې ډلې يې ١٨٢ بهرنۍ او پاتې نورې يې داخلي دي، چې د خپلو فعاليتونو راپور يې د اقتصاد وزارت ته وړاندې کوي.

د هغه په وينا، دغه بنسټونه په اوو سترو سکټورونو کې فعاليت کوي او بېلابېلې پروژې لري، چې هره اداره د خپلې پروژې پر بنسټ سکتوري دفتر ته معرفي کوي او له اړوندو وزارتونو سره په مستقيم ډول کار کوي.

هغه وويل: په هېواد کې فعالې ادارې په عمده توګه د کرنې، ټولنيز امنيت، پوهنې او روغتيا په برخو کې فعالې دي.

د ایرنا د راپور له مخې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د سرپرست دولت له جوړېدو وروسته یو شمېر بهرنیو بنسټونو خپل فعالیت ودراوه، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت چارواکي په هېواد کې د ۱۸۲ بهرنیو بنسټونو د فعالیت خبر ورکوي.

د پیغام پای/