کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، له فتحې وروسته موږ ته فلج افغانستان په میراث پاتې و او موږ د هېواد آبادي له صفر څخه پیل کړې ده.

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې د اروپا مېشتو افغانانو له یو شمېر مشرانو او ټولنو له استازو سره د دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې په المان، برېتانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیه، ناروې او متحده عربي اماراتو کې د افغانانو یو شمېر مشرانو او ټولنو استازو شتون درلود او د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال سره یې په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

ډاکتر خوشحال روهي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې ویې ویل: دوی په بهر کې ټولنې لري چې د ډېری افغانانو استازولي کوي.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په تېرو دریو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې کړې، چې افغانان او نړیواله ټولنه ترې راضي دي او اوسنی نظام د ډېرو قربانیو پایله ده، چې باید د کمزوري کولو او ورانولو اجازه یې ورنه کړل شي.

روهي وویل: په بهر کې مېشت افغانان ستر علمي او اقتصادي وړتیاوې لري چې اسلامي امارت کولای شي د هېواد په پرمختګ کې ترې ګټه واخلي.

په اروپا کې مېشت دغه افغان وویل: افغانستان د زورواکۍ، فساد، ناامنۍ او زورواکۍ له ټاپوګانو ژغورل شوی دی او د نوموړي په وینا په سیمه او نړۍ کې هېڅوک د جګړې طرفدار نه دي.

هغه له سرپرست دولته وغوښتل چې خپله کابينه دې له سرپرستۍ لرې کړي او دايمي حکومت دې رامنځته کړي او هم دې د ښځو لپاره د زده کړو او کار دروازې پرانيزي.

په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو وويل چې د افغانستان واقعي حالات او وضعيت له هغه څه سره ډېر توپير لري چې په رسنيو کې خپرېږي او ډاډ يې ورکړ چې په اروپا کې مېشتو افغانانو ته به د افغانستان رښتيني انځور ورسوي.

مولوي عبدالکبیر همداراز وویل: هیله من یم چې دوی به هم د افغانستان وضعیت له نږدې وګوري او مثبتې اغېزې به ترې واخلي.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: له فتحې وروسته فلج شوی افغانستان اسلامي امارت ته د میراث په توګه پاتې شو او اسلامي امارت د هېواد په بیارغونه او د نظام په فعالولو او پیاوړتیا پیل وکړ.

نوموړي و ویل: په هغه وخت کې د مخکنۍ ادارې ډېری مشران وتلي او یا د وتلو په حال کې و چې د اسلامي امارت د مشر له لوري د عمومي عفوې اعلان وشو او ټولو ادارو خپل فعالیت بیا پیل کړ.

ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړه: د اسلامي امارت د امنیتي ارګانونو په لیکو او رهبرۍ کې تغیرات راغلي او د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه ډېری وتلي او یو شمیر یې پاتې دي چې اوس د پولیسو، پوځ په لیکو کې په دندو بوخت دي او هیچا ته هیڅ ګواښ نشته.

د حکومت سیاسي مرستیال ټینګار وکړ، چې ملت به هېڅکله د تېرو فاسدو چارواکو د بېرته واک ته د رسېدو هیله ونه کړي او نه غواړي چې افغانستان د قدرت په جزیره او د غصب، فساد او نشه یي توکو په مرکز بدل شي.

د سرپرست دولت دغه چارواکي په ډاګه کړه، چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې اشغال، فساد، جګړې او تاوتریخوالی ځپلی، زموږ په هېواد کې د بې اتفاقۍ تخم کرل شوی، وروڼه او خویندې د شخصي ګټو په خاطر دښمنۍ ته هڅول شوي او د خلکو په منځ کې د بې اتفاقۍ سبب شوي او د قوم په نوم، مقام او ژبه ووېشل شوي وو.
 
هغه په دې خبرې سره چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه نفاق له منځه تللی، زیاته کړه: افغانستان اوس یو واحد افغان ملت او اسلامي نظام لري او د ویشلو شوم پلانونه او هڅې یې ناکامې شوې دي.

هغه څرګنده کړه، چې اوس د ملي يووالي د ټينګښت لپاره ښه زمينه برابره شوې، ملي او اسلامي نظام په خپلو پښو ودرېږي، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډې هڅې روانې دي.

د ریاست الوزار سياسي مرستيال زياته کړه، د هېواد د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي ونډې، استقلال او خپلواکۍ خونديتوب تضمين شوى او افغانستان د ښې راتلونکې پر لور ګړندي ګامونه اخلي.

د پیغام پای/