کابل- ایرنا- د افغانستان یو مطرح او پېژندل شوی شنوونکي د اسرائیلو پر وړاندې د ایران زړور اقدام ستایلی وايي، دغه اقدام تېري کوونکو ته څرګند، روښانه، پرېکنده او صریح پیغام وو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان یو مطرح او پېژندل شوی شنوونکی ویس ناصري نن دوشنبې د وري ۲۷ مه پر اسرائیلو د ایران اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید ته په اشارې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: د اسرائیلو پر وړاندې د ایران دغه زړور اقدام د ستاینې دی.

ناصري لیکلي: د ۵۷ اسلامي هېوادونو کړکېچن حالت او د امریکا او د اسرائیلو د صهیونیستي حکومت په وړاندې د اسلامي هېوادونو د مشرانو غرور ته په پام سره، د اسرائیلو د تیریګر حکومت په وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت زړورتیا او له ځانه دفاع د ستاینې وړ ده!

دغه افغان شنونکي لیکلي: ښايي د اسرائیلو پر غاصب حکومت باندې د ایران د پراخو راکټي بریدونو پایله ظاهراً بریالۍ نه وي، خو پیغام یې ډېر څرګند، روښانه، پرېکنده او ښکاره و!

د ناصري په وینا، د اسرائیلو له جنایتکاره دولت سره د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ په سیاست کې د هغوی اخلاقي ادعاوې د درناوي وړ نه دي.

د ناصري په وینا، په حقیقت کې له غاصب او تېري کوونکو اسرائیلو څخه د لوېدیځو هېوادونو په همکارۍ او ملاتړ سره، د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي، د نړیوالو کنوانسیونونو لکه د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، سرغړونکي د ویانا کنوانسیون او په لسګونو نړیوالو اعلامیو او میثاقونو سرغړونکي، دغه غربي دولتونه، چې ملاتړي یې د اسرائیلو صهیونیستي دولت دي، په داسې حال کې چې په سوریه کې د ایران پر یوه ډیپلوماتیک مرکز باندې د اسرائیلو د حکومت هوايي او راکټي برید د ویانا له اصولو ښکاره سرغړونه وه. د یوه ظالم، غاصب او جنایتکار حکومت ملاتړ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په غزه کې تر ټولو ستر بشري جنایت او نسل وژنه کړې، د دغو حکومتونو او د لوېدیځو هېوادونو د مطبوعاتو تر ټولو ستر نه بښونکی جنایت دی.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د توغندیو او ډرون حملې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غبرګونونه راپارولي دي او ملاتړو یې د ستاینې وړ او مخالفین یې د حیرانتیا وړ بللي دي.

د پیغام پای/