کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ورتلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د وري ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان به نن دوشنبې اسلام آباد ته ورشي.

ورځپاڼې زیاته کړې: شهزاده فیصل بن فرحان په دوو ورځو کې اسلام اباد ته سفر کوي او موخه یې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراخول دي.

د ایرنا د راپور له مخې، پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم سعودي عربستان ته تللی و او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او د دغو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

له غونډې وروسته بن سلمان او شریف په پاکستان کې د سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالرو پانګونې د لومړۍ برخې د ګړندي کولو لپاره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو ټینګار وکړ، چې مخکې پرې خبرې شوې وې.

پاکستان چې د نغدو پیسو د کمښت په ګډون له سختو اقتصادي او مالي ازموینو سره مخ دی، د خپل اوسني بودیجې کسر د حل لپاره په دغه هېواد کې د سعودي عربستان د پانګونې غوښتنه کوي.

د پیغام پای/