کابل- ایرنا: کابل کې د ایران سفارت ویلي: ایران په خپله ریښتینې ژمنه عمل کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت مسوولینو نن یکشنبې د وري ۲۶ مه د دغه سفارت په اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د ایران اسلامی جمهوریت په صادقانه توګه خپله ژمنه پوره کړه او له مشروع دفاع او له خپل میراثی حق څخه په استفادې سره یې د صهیونیست رژیم د پرله پسې پوځي تیریو په ځواب کې اسرائیل په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو و ویشتل.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د یکشنبې په سهار د نیواکګرو سیمو په هدفونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پراخ او مرګوني بریدونه وکړل.

د پیغام پای/