کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په هرات ولایت کې د تېر کال د زلزلې د ځپلو څه باندې ۲۴ زره کورنۍ لا هم سرپناه نه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه د دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي: په هرات ولایت کې د تېر کال په اته ورځنۍ زلزله کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او زیانمن شوي وو.

د دې ادارې مسوولین وايي، اوسمهال د هرات ولایت د ځپلو شویو کورنیو له ډلې ۲۴ زره ۸۰۰ کورنۍ لا هم په خیمو کې ژوند کوي او د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري.

اوچا وويل: د دغو قربانيانو کورنۍ په عاجله توګه د انتقالي سرپناه جوړولو، ترميم او ملاتړ ته اړتيا لري او دا بايد له پامه ونه غورځول شي.
 
د ایرنا د خبر له مخې په هرات ولایت کې د تېر کال د پرله پسې زلزلو په پایله کې څه د پاسه ۲ زره کسان مړه او څه د پاسه ۹ زره نور ژوبل شول او دغه راز په زرګونو د استوګنې کورونه ویجاړ او په زرګونو څاروی هم له منځه لاړل.

د پیغام پای/