کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د سرمشني ویاند وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو باندې کار روان دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک نن سه شنبې د وري ۲۱ مه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو باندې کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره کوم مشخص مهالوېش نشته.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو په ځلونو ویلي دي چې په افغانستان کښې د یوناما یا د ملګروملتونو د سیاسي دفتر له شتون سره سره د دغه هیواد د چارو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ضرورت نشته.

د پیغام پای/