کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا دوه سوه زره ماشومان هم شته چې واکسین شوي نه دي.
د یاد سازمان په وینا، هغه ماشومان چې واکسین نه کوي د پولیو د ناروغۍ له جدي خطر سره مخ دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج د زیاتوالي او د نفوس د زیاتوالي، له امله د پولیو د ناروغۍ د زیاتوالي او له نورو افغان اتباعو سره د راستنیدونکو د اختلاط په اړه خبرداری ورکړی و.
پوليو يو له هغو ساري ناروغيو څخه ده چې په ځينو هېوادونو لکه افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د پیغام پای/