کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ننګرهار ولایت کې د ګرځندویانو لپاره د لارښود کمیټې د جوړولو اعلان وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندویانو د لارښوونې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى رييس مولوي منيب الله شاکر وويل: کونړ ولايت لوړ غرونه، شنه سیندونه، پاکه هوا او شنې دره لري او لوى څښتن دې ولايت ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼ شمېر سيلانيان دغه ولايت ته تګ راتګ کوي وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سيلانيانو ته د لا ښې لارښوونې په موخه يوه کمېټه جوړه کړې، څو په اسانۍ سره د دغه ولايت له تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي.

د چارواكو په وينا، تېر كال د لوى اختر او لوى اختر په شپو او ورځو كې د كونړ ولايت له بېلابېلو ولايتونو څخه ۱۳۰ زره كورني او له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۷ تنو سيلانيانو د کونړ ولايت ته سفرونه كړي وو.

د پیغام پای/