کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې سلګونو کورنیو ته د نغدي مرستو د رسېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن دوشنبې د وري ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بلخ، ننګرهار، میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په اړمنو کورنیو نغدې مرستې و وېشل شوې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: بلخ ولایت کې ۸۳۰، فراه ولایت کې ۳۱۳، میدان وردګ ولایت کې ۷ او ننګرهار ولایت کې ۵۶ اړمنو کورنیو ته نغدې مرستې و وېشل شوې.

د چارواكو په وينا، د بلخ او فراهي له هر اړمنو سره دوه زره افغانۍ، په ننګرهار کې له ۲۶ زرو تر ۱۵۴۰۰ افغانيو او په ميدان وردګو کې له اړو کسانو له څلورو تر ۱۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د لومړي وزير په حکم د مسوولو کمېټو له خوا ووېشل شوې.

د پیغام پای/