کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د زندانونو د چارو مرستیال حبیب الله بدر نن دوشنبې د د وري ۲۰مه وویل چې دا مهال ۴۰ تنه بهرني اتباع د اسلامي امارت په زندانو کې دي.
ښاغلي بدر څرګنده کړه: په افغانستان کې د بهرنيو بنديانو شمير څلويښت تنو ته رسيږي چې دوسيې يې جنايي دي چې د قتل او نورو مسايلو په ګډون يې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د بيلابيلو هېوادونو اتباع دي.
د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وویل چې یو شمیر امریکایی اتباع د اسلامی امارت په زندانونو کښې دی .
د پیغام پای/