کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنشنبې په ماښام جیش العدل ترهګرې ډلې د استخدام شویو ځانمرګو بریدګرو په کارولو سره د چابهار په شمول د سیستان او بلوچستان ولایت په یوشمیر ځایونو کې ترهګر ډلیز بریدونه وکړل.
دغې ترهګرې ډلې د دغو بریدونو له ترسره کولو وروسته د یوې بیانیې په خپرولو سره په دغو نښتو کې د خپلو ۱۶۸ غړیو د ګډون اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې زیات شمیر ایرانی پوځیان یې وژلی دی. د دې خبرې د دروغو ادعاوو تر څنګ دې پوښتنې ته ځواب ويل ضروري دي چې د سيستان او بلوچستان په حساسه او ستراتيژيکه سيمه کې د دغه ډول بريد د پلانولو اصلي انګيزه څه ده؟!
په ځواب کې باید وویل شي که څه هم د بیان په یوه برخه کې ادعا شوې چې دا برید د ایران اسلامي جمهوریت د مخالفت په موخه ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د بلوچستان سیمې ته د فاطمیون او زینبیون ډلو د کورنیو د انتقال د پلان په غبرګون کې شوی، دا ډېره سپکه ادعا او ډې روښان دلايل هم شته چې دا ادعا ردوي، خو په يوه بله برخه کې په ښکاره ويل شوي چې دا پلان د «مکران اقتصادي پراختيا پلان» د مخنيوي لپاره شوى و.
د دې پوښتنې اصلي ځواب ښايي دا وي چې د دې قضیې تر شا هغه لاسونه دي چې د چین، ایران، روسیې، هند، افغانستان او نورو هیوادونو اقتصادي پرمختګ ننګوي او اقتصاد یې په تیاره کې راولي او د سیمې د هېوادونو د ټرانزیټ او مالونو د لیږد ارتباطي کرښه ګډوډوي.
باید ووایو ترهګرې ډلې چې په حقیقت کې له ټولنې څخه منزوي شوې او پرې شوې ډلې دي، د نړۍ د قدرتونو د اهدافو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او بې کفایته استعماري قوتونه په دې توګه په خپل کنټرول کې هغوی ساتي، تر څو یې په مختلفو برخو کې د دوی د سیالانو مخ پر ودې تمایل، په ځانګړې توګه سیاسي او اقتصاد ننګوي.
په چابهار سیمه کې د جیش العدل ډلې برید چې د ایران یو له خورا مجهز او پرمختللو سمندري بندرونو څخه دی، د دې ښودنه کوي چې دغه بریدونه نه یوازې د ایران اسلامي جمهوریت د مخالفت په موخه، بلکې په حقیقت کې د سوداګرۍ د ګډوډولو په موخه ودی او له دغه بندر څخه ترانزیت، چې په دوو بندرونو سمبال دی، په کال کې د ۵ میلیونو ټنو مالونو د لېږد ظرفیت لري او د افغانستان او منځنۍ اسیا په څېر په وچه کې د پرتو هېوادونو د اقتصاد په پراختیا کې ستره مرسته کولی شي.
هغه کسان چې د ایران اسلامی جمهوریت په سیستان او بلوچستان کې د پنشنبې د ورځې د جیش العدل د حملې تر شا لاس لری، غالباً یوازې یو هدف لري او هغه دا چې په یوه مهمه تجارتي او ټرانزیټي سیمه کې د تاوتریخوالي او ناامنۍ رامنځته کول دي او که موخې ته ورسېږي نو د ایران او نورو هیوادونو اقتصادي شریان به له سیمې او نړۍ سره پرېکړي.
د هند، ایران، روسیې او افغانستان لپاره د چابهار اهمیت او ځانګړنې د دښمنانو او مخالفینو له سترګو پټې نه دي، دا هغه بندر دی چې د خپل ظرفیت له مخې سمندري بېړۍ پکې تګ راتګ کولای شي او د چابهار بندر د تګ راتګ لاره ده. د ایران د ۶۰ سلنه سوداګریزو مالونو انتقال، بندیزونه هم مستثنی دي، په یقین سره له اقتصادي اړخه حیاتي دي او د دښمن پام ځانته اړوي.
شهرچابهار در جنوب ولایت سیستان و بلوچستان در حالی مورد حمله گروه ترروریستی جیشالعدل قرار میگیرد که از نگاه راهبردی نزدیکترین راه دسترسی کشورهای محصور در خشکی آسیای میانه (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان و قزاقستان) به آبهای آزاد است و ساختو ساز و سرمایهگذاری فراوانی در آن صورت میگیرد؛ از جمله ساخت اسکله و افزایش گنجایش بارگیری کشتیهای اقیانوسپیما و ساخت راهآهن بهسوی آسیای میانه و احداث فرودگاه بینالمللی و... .
د سیستان او بلوچستان ولایت په سویل کې د چابهار ښار د جیش العدل ترهګرې ډلې له خوا په داسې حال کې تر برید لاندې راځي چې له ستراتیژیک لحاظه په وچه کې د پرتو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، اوزبیکستان، تاجیکستان، قرغیزستان او قزاقستان) لپاره خلاصو اوبو ته د لاسرسي تر ټولو نږدې لاره ده او په دې کې ډیره پانګه اچونه شوې ده.
د هغه څه له مخې چې ویل شوي، د سیستان او بلوچستان پر سیمو د جیش العدل ډلې د پنشنبې د ورځې ترهګریز برید باید د افغانستان، چین، ایران او روسیې له خوا په دقیقه توګه وڅېړل شي، ځکه امریکا په دومره اسانۍ د سیمې هېوادونو ته څه اجازه نه ورکوي؟ چې اقتصادي پرمختګ وکړي.
د پیغام پای/