کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، تمه لرو تر راوتلونکي کال پورې کابل کې د سفارتونو، سفیرانو او دیپلوماتانو شتون شمېر زیات شي او ټول هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت شنې د وري ١٨مه، کابل کې د مېشتو سفيرانو او ډيپلوماټانو په يوه روژه ماتي کې د ریاست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ګډون او لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه روژه ماتي کې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون او د کابینې یو شمېر غړو، د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او شارژدافیرانو او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون کړی و. 

مولوي عبدالکبیر وویل: تمه ده چې راتلونکی کال به په هېواد کې د ډیپلوماټانو او سفیرانو شمېر نور هم زیات شي او نور هېوادونه به هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: اسلامي امارت د خپل اقتصاد د بهرني سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د سیمې هېوادونه کولای شي چې سیمه ییز نوښتونه رامنځته او پیاوړي کړي.

سیاسي مرستیال دا هم ویلي؛ اسلامي امارت له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو لرلو، په سیمه ییزو پروژو کې د ګډون او د نښلولو نقطې په توګه عمل کولو ته لېواله دی.

د هغه په وینا، د افغانستان ګاونډیان باید ډاډمن شي چې اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې له افغانستان څخه ګواښونه پېښ کړي.

مولوي عبدالکبیر همداراز څرګنده کړه، په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې داعش ته وده ورکوي، د هغوی د لوی والي ښودولو لپاره تبلیغ کوي، په داسې حال کې چې هېڅوک باید د هغه د پیاوړي کولو لپاره لابي ونه کړي.

د ده په اند، داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د انسانیت، سیمې او نړۍ دښمن دی او اسلامي امارت په افغانستان کې دغه ډله ځپلې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ناکام شوي، پراخې سيمه ييزې اړيکې او تعامل، د زيربنايي او پراختيايي کارونو په ترسره کولو، د نشه يي توکو او فساد له منځه وړل او د ملي امنيت په تامين کې د منلو وړ نه دي.

هغه په پاى کې يو ځل بيا له هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو له جبري شړلود ډډه وکړي او د نړيوالو قوانينو په نظر کې نيولو سره په دې برخه کې له دقت څخه کار واخلي.

د پیغام پای/