کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست  دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان څخه د شاوخوا دوه زره افغان کډوالو د راستنیدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې تېره ورځ د تورخم له فرضي کرښې نه ۱۴۸ افغان کډوال په زوره هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت چارواکو هم په یوه بله جلا خبر پاڼه کې اعلان کړی چې په ایران کې مېشت ۱۷۱۹ کډوال د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې پرون هېواد ته راستانه شول.

اسلام قلعه ک د سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ او مجرد کسان هم شامل وو، چې له دې جملې څخه ۴۹۷ تنه یې اړمن او د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر لاسه کولو لپاره وروپېژندل شول.

خبرپاڼه زیاتوی: ۳۳ تنه یتیم ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ انسټیټیوټ ته ور وپېژندل شول، اتو کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ، ۳۲ تنو ته سیم کارتونه د پولې په اوږدو کې د مسؤلینو له خوا په وړیا توګه ووېشل شول او ۱۷۰ تنو ته روغتیایی خدمات وړاندې شول. 

د پیغام پای/