د ایرنا خبري آژانس د راپور پر اساس کنعاني نن سه شنبې د وري ۱۴ مه ویلي، دغه وحشیانه برید له نړیوالو مقرراتو په ځانګړې توګه د ۱۹۶۱ کال د ویانا د دیپلوماتیکو اړیکو له کنوانسیون څخه په کلکه سرغړونه وبلله زیاته یې کړه: دا عمل باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا په کلکو ټکو وغندل شي او د یرغلګر په وړاندې باید لازم اقدامات وشي.
د دغه کرغیړن برید ابعاد د څېړلو په حالت کې دي او د هغې د پایلو مسوولیت د صهیونیسټي رژیم په غاړه دی.
د ایران اسلامی جمهوریت په داسې حال کې چې د مقابلې لپاره د خپلو حقوقو د ساتلو په حال کې دی، د یرغلګرو د عکس العمل او سزا د څرنګوالی په هکله پرېکړه کوی.
د پیغام پای/