کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند پر امریکا سخته نیوکه کړې وايي، امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه د نړیوالو قوانینو خلاف سرغړونه کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه د وري په ١١مه وويل: امريکايي بې پيلوټه الوتکې په کندهار او نيمروز ولايتونو کې ګزمې کوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: دا الوتکې بې له شکه د امریکا دي، چې د ځینو نږدې هېوادونو له فضا څخه الوت او تېرېږي او افغانستان ته راځي او هر څوک باید په دې برخه کې خپل مسوولیت درک کړي او د تېري مخه ونیسي.

ښاغلي مجاهد پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي ټینګار کوي چې افغانستان ته نږدې هېوادونه باید د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له فضا څخه په استفادې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي.

د ایرنا د راپور له مخې تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو ویلي وو چې پاکستان امریکايي الوتکو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وايي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې له پاکستانه الوتنې کوي او د افغانستان له فضايي حريم څخه سرغړونه کوي.

د پیغام پای/