کابل- ایرنا- د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند کابل کې د دریو خویندو او یوه ورور نیول اوازه او دروغ وبلله.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ جمعه د وري ۱۰ مه په اېکس پاڼه لیکلي: هغه اوزاې چې ګڼې د کابل په دشت برچي سیمه کې درې خویندې او یو ورور نیول شوي دي دروغ او له حقیقت څخه لرې دي.

ځدراڼ لیکلي: له پلټونو وروسته خبرو شو چې هېڅ دولتي بنسټ په دغه سیمه کې په څو وروستیو ورځو کې هېڅ نیونه نه ده کړې او څوک چې دغه ډول ادعاوې کوي، ترې غواړو چې تر ټولو نېږدې حوزې ته ورشي او موضوع ورسره شریکه کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې درې خویندې او یو ورور د کابل له دشت برچي سیمې څخه نیول شوې او نامعلوم لوري ته وړل شوې دي.

د پیغام پای/