کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ناروې سفیر ویلي: هېواد یې د افغانستان د سرپرست دولت له مخالفینو ملاتړ نه کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د وري ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ناروې له سفیر پاول کلومن بیکین سره وکتل.

د ناروې سفیر د افغانستان او ناروې اوږدمهاله اړیکو ته په اشارې سره وویل: ناروې له اسلامي امارت سره ښې او اوږدمهاله اړیکې لري.

بیکن په کندهار ولایت کې د ځانمرګي برید د غندلو ترڅنګ وویل: د داعش په ګډون د یو شمېر ډلو په ځپلو سره اوس خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.

سفير ناروي له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل د اندېښنې وړ وبلل او هيله يې څرګنده کړه، چې د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې به مثبت بدلون راشي.

هغه د اداري فساد په مخنيوي، د امنيت د تامين، د نشه يي توکو د له منځه وړلو او نورو برخو کې د سرپرست دولت لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل: تر اوسه پورې نړۍ افغانستان نه دى پېژندلى او دا کار د دواړو لورو په ګټه نه دى، په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

د ناروې سفیر څرګنده کړه چې دوی د افغانستان د سرپرست دولت له مخالفینو ملاتړ نه کوي او څرګنده یې کړه: ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د اقلیم د بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

مولوي عبدالکبیر هم د افغانستان اوسنی امنیت د ناټو او امریکا د حضور په پرتله ښه وباله او ویې ویل: له ځینو خواو څخه کله نا کله امنیتي پیښې د اسلامي امارت په نوم منسوبیږي چې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او ښه ده چې هېوادونه د دوی داخلي مسایل په خپله حل کړئ او د دوی امنیت تامین کړئ.

سیاسي مرستیال د ګاونډیانو په ګډون له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو پراختیا ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قوتونو سره د متوازنې پالیسۍ له مخې د مثبت تعامل غوښتنه کوي.

د مولوي عبدالکبير په وينا، زرګونه ښځې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په دندو بوختې دي او د خلکو غږ په هره کچه اورېدل کېږي.

سیاسي مرستیال د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو مننه وکړه او وې ویل: افغانستان د اوبو د مدیریت او د ځنګلونو د احیا په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.

د پیغام پای/