کابل- ایرنا د افغانستان د سرپرست دولت د ښار او کور جوړولو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت له پانګوالو وغوښتل، چې د نوي کابل په پروژه کې پانګونه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان چهارشنبې د وري ۸ مه له ایرنا خبري آژانس سره خبرو کې و ویل: د نوي کابل پروژه په ۳۷۰ زره جرېبه ځمکه کې د کابل د اوسني ښار د بدیل په توګه پیل شوې ده.

ښاغلي کمال په دې بیان سره چې دا یوه لنډ مهالې نه بلکې یوه اوږد مهالې پروژه ده زیاته کړه چې د دغه پروژې بشپړېدل به وخت ونیسی او په اوس وخت کې یې د لومړي فاز په بي برخه کې د څو داخلي شرکتونو له خوا کار پیل شوی دی.

د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند څرګنده کړه: موږ د دې پروژې لپاره په ۱۴۰۲ کال کې د خاور شرکت ته په ۷۴۴ جریبه ځمکه کې د کار د پیل اجازه ورکړې وه او دوی خپل کار پیل کړی چې ۲۵-۳۰ سلنه کار یې پرمخ تللی دی.

ښاغلي کمال زیاته کړه: له لوی اختر وروسته به د نوي کابل د پروژې کار ګړندی شي ځکه نور شرکتونه غواړي چې په دې پروژه کې برخه واخلي.

د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند څرګنده کړه، چې د نوې کابل پروژه د ۳،۵ میلیونه وګړو لپاره جوړېږي او هڅې روانې دي، چې ګام په ګام یې ژر تر ژره عملي شي.

د کمال په وينا، اوسمهال يوازې کورني شرکتونه د نوي کابل پروژې د پرمختيا لپاره کار کوي او که بهرني شرکتونه په ځانګړې توګه ايراني، چينايي او د سيمې نور هېوادونه وغواړي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي، زموږ دروازه د هغوى پر مخ پرانيستې ده او د دوى پانګونه او کار هرکلی کوو.

د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند د ایران اسلامي جمهوریت له پانګوالو وغوښتل چې د نوي کابل په پروژه کې پانګونه او کار وکړي، څو په دې توګه د ځان او افغانانو په ګټه تمام شي.

هغه زیاته کړه موږ د هغوی (ایران) انجینرانو د حضور هرکلی کوو.

د ایرنا د راپور له مخې د «نوی کابل» پروژه د ۱۴۰۲ کال د اسد د میاشتې په ۲۴ نیټه د افغانستان د سرپرست دولت د چارواکو له خوا پرانیستل شوه.

نوی کابل د اوسني کابل ښار په شمال کې موقعیت لري چې د ده سبز او شکردرې ولسوالیو ټولې سیمې او د قره باغ، ستالف او کلکان ولسوالیو یوه برخه او همدارنګه د پروان ولایت د بګرام ولسوالی د اوبو د تنګو ساحه پکې شامله ده. 

نوی کابل به په ۷۴۰ کیلومتره مربع ځمکه کې جوړ شي چې له ۳۷۰ زره جریبه ځمکې سره برابر دی او مساحت یې د اوسني کابل ښار په پرتله نږدې یو نیم (۱) برابره لوی دی.

د نوي کابل ښار پروژه به په دوو ۱۵ کلنو پړاوونو کې پلې شي او په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کورونه د ۱۵۰۰۰۰۰ ټنو په اندازه جوړ شي چې سوداګریزې، کرنیزې او تفریحي ساحې په کې شاملې دي.

د پیغام پای/