کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیانو ولایت د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي او د خلکو د استازو په شتون کې د بند امير ملي پارک د ساتنې کمېټې د ناستې جوړېدو خبر ورکړی دی.
په دغه ناسته کې د بند امیر اوسېدونکو د ملي پارک د ساتنې او حفاظت، پاک کارۍ او بیارغونې برخو کې د والي هڅې وستایلې.
د باميانو والي د بندامير په ملي پارک کې د چاپيريال او عامه شتمنيو ساتنه د اړوندو رياستونو او د پارکوالو يوه مهمه دنده وبلله او ټينګار يې وکړ: د بندامير ملي پارک د امنيت د ټينګښت په برخه کې د اړوندو ادارو مسوولين او امنيتي مسوولين مسوول دي، چې د خلکو او د هغوی د استازو په همکارۍ د بندامیر او شاوخوا سیمو کې د نیالګیو د تخریب مخنیوی وکړي.
سرحدی د ملي پارک له مسوولینو څخه وغوښتل چې له کورنیو او بهرنیو سیلانیانو سره نرمي او درنښت چلند وکړي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د رضایت په ترلاسه کولو کې پوره هڅه وکړي، څو د بامیان ولایت او په ځانګړي ډول په بندامیر کې د سیلانیانو شمېر زیات شي.
په ورته وخت کې په بامیانو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د دفتر د پروګرامونو مسوول انجنیر الفت الله ملنګیار د ملي پارک په ساحه کې د ۴۰ سوداګریزو غرفو د جوړولو او د ۱۲۰ کیلو واټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید اعلان خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه: سږ کال به د یو اېن ډي پي دفتر د زینتي بوټو د کرلو ترڅنګ په بندامیر ملي پارک کې د سیلانیانو د ښه راغلاست په موخه د ښځو لپاره یو ځایی پخلنځي، محافظوي کټارې، او پلې لارې جوړ کړي.
د پیغام پای/