کابل- ایرنا- یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان اقتصادي سیاستونه لنډمهاله، ناسم، بې ګټې، غیرمسلکي او پر یو اړخیزه ګټو ولاړ سیاستونه دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو دوشنبې د وري ۶ مه کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د پاکستان د یوه لوړ پوړي اقتصادي پلاوي د راتګ خبر ورکړ. 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وینا، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې افغانستان ته د پاکستان د دغه لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره څومره ګټور دی؟

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان اقتصادي سیاستونه تل لنډمهاله، ناسم، بې ګټې او پر یو اړخیزه ګټو ولاړ سیاست دی.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش نن سه شنبې د وري ۷ مه د ایرنا له خبریال سره په خبرو کې و ویل: افغانستان او پاکستان له دې مخکې هم سوداګریز تړنونه لرل چې له مخې به یې افغان سوداګر خپل تجارتي مالونه له کوم خنډ پرته د کراچۍ بندر ته انتقالوي او پاکستان به یې نه دروي او دواړه هېوادونه به منظم او عادي او سیستماتیک تجارت لري، خو پاکستانیانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو خلاف عمل کړی او د وخت په تېرېدو یې افغانان له ډېرو جدي ننګونو سره مخ کړي دي، لکه د پاسپورټونو درلودل، ویزې، او تخنیکي چک سکینرونه، او... دوی ورسره مخامخ شول.

د اقتصادی چارو دغه کارپوه په دې خبرې سره چې پاکستانیان تل د سوداګرو لپاره پلمې لټوي و ویل: د پاکستان اقتصادی سیاستونه د خپل مطلق پوځی سیاست سره سمون خوری چې ډېر سخت دی.

ښاغلي تلاش څرګنده کړه: پاکستان په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خپل اقتصادي او مالي باور له لاسه ورکړی او دا زموږ لپاره ښه لامل دی چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې ونه لرو او د یوې بدیلې لارې په لټه کې شو.

هغه زیاته کړه: پاکستان له اسیايي بانک، آی اېم اېف او نړیوال بانک سره خپل اقتصادي باور له لاسه ورکړی او دغه بنسټونه پاکستان ته پیسې نه ورکوي او د سیمې نور هېوادونه له پاکستان سره د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې مرسته نه کوي، له همدې امله پاکستان له سخت بحران سره مخ دی.» له اقتصادي اړخه د افغانستان په اړه د پاکستان اقتصادي تګلاره سخته، ناسمه او غیر مسلکي ده.

هغه څرګنده کړه: زه فکر نه کوم چې د پاکستان اقتصادي پلاوی چې د نظریاتو د تبادلې په موخه افغانستان ته راغلی وي، د دې وړتیا ولري چې د اساسي اقتصادي اصولو شرایط د ځان لپاره تطابق کړي او دا وړتیاوې به د لنډې مودې لپاره وي نه د افغانستان او پاکستان د اقتصادي نظام د راتلونکې لپاره.

په ورته وخت کې د اقتصادی چارو کارپوه محمد شبیر بشیری له ایرنا سره په خبرو کې وویل: افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ډېر انحصار، ورته والی، ملګرتیاوې او شخړې لری.

په کومه جغرافیه کې چې دا دواړه هېوادونه پراته دي، د دغو دواړو هېوادونو تجارتي او اقتصادي برخلیک په طبیعي ډول تړلی دی، چې نه زموږ په خوښه او نه هم د پاکستانیانو په خوښه.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه څرګنده کړه، چې که دا برخلیک زموږ په لاس کې وای، نو افغانان به دې ته زړه نه ښه کولو، چې خپل سوداګریز او اقتصادي برخلیک د پاکستان په څېر هېواد پورې تړلی وي، خو جغرافیایي موقعیت دا کار اړ کړی دی.

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان اقتصادي پالیسي په دریو حلقو کې تعریف شوې او مشخصه شوې ده زیاته کړه: په دې دریو حلقو کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، صادرات او تجارت او زموږ د سوداګرۍ د توازن د کسر مدیریت شامل دي. له هغه هېواد سره چې دوه اړخیزه سوداګري لري، زموږ اقتصادي ګټه لومړیتوب لري او په دویمه او دریمه حلقه کې زموږ برخلیک له پاکستان سره تړلی دی.

بشیري زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هم په دغو دریو حلقو کې شامل دی او افغانستان ته پکار ده چې د ایران او پاکستان له اسلامي جمهوریت سره تجارتي او اقتصادي تړونونه وکړي او د خپلو اقتصادي او تجارتي تعاملاتو د پراختیا سبب شي، ځکه چې د افغانستان د پرمختګ سبب کیږي، ځکه اقتصادي تعامل په دغو دوو هیوادونو پورې اړه لري.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه ټینګار وکړ، کله چې له هېواد سره سیاسي تعامل ښه نه وي، نو اړینه ده چې اقتصادي تعامل له سیاست لرې وساتل شي او یا هم داسې سیاستونه تعدیل شي، چې پر سوداګریزو تعاملاتو اغېز ونه شي.

د پیغام پای/