کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت ارګ تېره شپه د وري ۵ مه خپله خبرپاڼه کې د ملت سټیل د اوسپنې ویلې کولو او ګول سیخ جوړولو فابریکې د درېیم فار د پرانستې په مراسمو کې د دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا خپره کړې ده.
ملا برادر په دې مراسمو کې وويل: د صنعت سکتور په پرمختګ سره په هېواد کې اقتصادي پرمختګ راځي.
اقتصادي مرستیال د اوسپنې د استخراج د فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د صنعتي فابریکو لپاره د دایمي برېښنا د برابرولو په برخه کې جدي کار کوي او په همدې لپاره د کورنیو برېښنا د تولید د کچې د لوړولو په موخه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میګاواټه برېښنا د تولید تړون له خصوصي سکتور سره لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي له ټولو دولتي ادارو او اتباعو وغوښتل چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کورنیو تولیداتو څخه کار واخلي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له ۱۱ تر ۱۵ سلنې ټیټ وي.
د ایرنا د خبر له مخې د ملت سیټل د اوسپنې د استخراج فابریکه چې هره ورځ د سل ګونو ټنو سیخ ګول او ګادرو اوسپنې د تولید ظرفیت لري په دویم او دریم پړاو کې دوه زره ټنو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د پیغام پای/