کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار نن یکشنبې د وري ۵ مه ځینو رسنیو ته ویلي، دغه کارخانه په یو لړ پوځي عملیاتو کې د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په بند دو کلي کې کشف او ورڅخه ډول ډول نشه يي توکي تر لاسه شول.
د کامګار په وینا د دغه کارخانې مسوول هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بدخشان ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیس د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ په دوغالطه کلان سیمه کې هم د هیروئینو د یوه کارخانې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی وو.
د پیغام پای/