کابل- ایرنا- د روسیې ولسمشر د دغه هېواد په کورکوس ښار کې د جمعې د ورځې د خونړي برید له امله په دغه هېواد کې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ روسي رسنیو پرون سه شنبې د وري ۴مه راپور ورکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه تلویزیوني وینا کې وویل؛ ټول هغه کسان چې مسکو ته څېرمه کنسرت باندې یې برید کې لاس درلود وپیژندل شي او مجازات شي.

د ځینو خپرو شویو راپورونو له مخې، د تېرې جمعې په شپه د مسکو په کورکس ښار کې د یوه کنسرت پر مهال تر ټولو خونړی برید وشو، چې له امله یې ۱۴۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د پیغام پای/