کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه راپور کې ویلي: د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام چارواکو پرون په یوه راپور کې وویل: افغانستان د اوبو له سخت بحران سره لاس او ګریوان دی او د دغه هېواد شاوخوا اتیا سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې د افغانستان ۷۹ سلنه وګړي په کافي اندازه اوبو ته لاس رسی نه لري.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو د سخت بحران لاملونه ګڼ بولي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د وچکالۍ سخت شرایط، اقتصادي بې ثباتي او د افغانستان د اوبو په زیربناوو باندې د اوږدې مودې جګړې ویجاړونکي اغیزې په ګوته کړي دي.

د دې سازمان په وینا، د اوبو بحران په غیر متناسب ډول د کورنیو مېرمنو مشري اغېزه کوي، چې د عامه اوبو اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي او په دې توګه د دوی زیانمنتیا نوره هم زیاتوي.

دغه سازمان د اقلیم د بدلون اغېزو ته په اشارې سره ویلي چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوي او ۱۶ سلنه نورې د سیلابونو له امله اغیزمنې شوي دي.

د پیغام پای/