کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت د هڅو موخه د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د ابراهیمي په وینا، د کارموندنې ملي پلان ترتیب شوی، چې د کابینې له تصویب وروسته به په راتلونکو پنځو کلونو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي دا هم وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د بې کارۍ د کچې د له منځه وړلو لپاره جدي کار کوي او په زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، کانونو او بنسټیزو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ایرنا د خبره له مخې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، په تېر کال کې د دغه وزارت له خوا څه باندې ۵۳ زره دولتي بستونو ته د کار جوازونه صادر شوي چې ډېری ځوانان دولتي بستونو ته جذب شوي او د اسلامي امارت خصوصي سکټور ته ځانګړې پاملرنه شوې، د صنعتکارانو او د فابریکو د خاوندانو ستونزې هوارې شوې او یو زیات شمېر ځوانانو ته د کانونو په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د پیغام پای/