کابل- ایرنا- په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولینو جمعه د وري ۳ مه، د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د دغه سفارت د مشر سردار احمد شکېب د کتنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي ترمنځ دغه کتنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د دې تورونو له امله چې د افغانستان سرپرست دولت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي د کابل او اسلام آباد ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د تېر کال په پای کې د پاکستان پوځ پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل او د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو د څو غړو د وژلو ادعا یې وکړه.

د دغو بریدونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست دولت خبرداری ورکړ چې د دغه چلند دوام به د پاکستان له وسه بهر وي.

د پیغام پای/