کندهار کې د ايرنا خبري آژانس د خبريال په خبره؛ د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند اسدالله جمشيد نن پنشنبې د وري ٢مه، وويل چې د کابل بانک مخې ته د چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د اېرنا د خبر له مخې نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د شهیدانو په څلورلارې کې سرپرست دولت د کارکوونکو په منځ کې چې کابل بانک ته د معاشونو د اخیستو لپاره تللي وو، چاودنه وشوه.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د پیغام پای/