کابل- ایرنا- څو دقیقې وړاندې یوې زلزلې کابل او د افغانستان نورې سیمې ولړزولې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ څو شېبې وړاندې یوې زلزلې کابل او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه ولړزول، خو تر اوسه د دغې طبیعي پېښې د شدت، زیانونو او تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان ډېری برخې چې له جغرافيايي پلوه د زلزلې په کرښه کې موقعيت لري، هر وخت په دغو سيمو کې وژونکې زلزلې رامنځته کېږي، لکه دوه کاله وړاندې په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې هم سلګونه کسان مړه او تېر کال هم د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پیغام پای/