کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په سمنګان ولایت کې کابو ۱۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د نغدي مرستې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې په جوزجان ولایت کې ۹۸ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته نغدي مرسته د وري په لومړی نېټه و وېشل شوه.

خبرپاڼه کې زياته شوې: دغه کورنۍ په قوش تېپې، درزاب او مردان ولسواليو کې سروې شوې چې له هغې وروسته يې د افغان ښځو له انستيتيوت څخه ١٨٧٦٠ افغانۍ او ١٣٧٠٠ افغانۍ ترلاسه کړې دي.

د پیغام پای/