کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو په اړه مثبته کړنلاره لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنشنبې د وري ۲ مه کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره د دغه وزارت د مرستیال مولوي رحمت الله فضیل د لیدنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي فضیل په دغه لیدنه کې و ویل: اسلامی امارت له چین سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لا پراختیا غواړي.

نوموړي د پاکستان له خوا د افغانستان پر حریم تېري په اړه د چین سفیر ته معلومات ورکړل زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو ځانګړې او د نړۍ د هېوادونو لپاره په عام ډول مثبته کړنلاره لري او نه غواړي له هېڅ لوري سره یې اړیکې پېچلې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړې د افغانستان د اقتصاد محوره سیاست په پام کې نیولو سره زموږ ګټې دا ایجابوي چې د وصل او سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره د سیمې سره مثبتې اړیکې ولرو.

د چین سفیر هم په دغه لیدنه کې و ویل: موږ د افغانستان امنیت او ثبات د چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه بولو او په دې برخه کې به هڅې دوام وکړي.

د پیغام پای/