کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بامیان ولایت د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د چینایي پانګوالو د پانګونې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د وري اوله په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې چینايي پانګوال به په بامیانو ولایت کې د چپس، معدني اوبو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې جوړې کړي.

خبرپاڼې زياته کړې: د باميانو والي عبدالله سرحدي د دغه ولايت د صنعت، سوداګرۍ او ښاري پراختيا د رئيسانو او د چين د سوداګرو او پانګوالو وانګ يي په شتون کې د باميانو ولايت د «قرغنه تو» له پلان شوي صنعتي ښارګوټي څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي سرحدي په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: د دغه ولایت په کچه د پانګوالو لپاره هېڅ ډول اندېښنه نشته.

د بامیانو ولایت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د نمایندګۍ رئیس د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو د چینایي پانګوالو هرکلی وکړ، چې غواړي د چپس او منرال اوبو د تولید او د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د اشغال له ختمېدو او د ملي امنیت په تامینولو سره د دغه هیواد په مختلفو برخو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د پیغام پای/