کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، دوی هڅه کوي، چ د لویو پروژو په پیل سره د افغانستان اقتصاد په چټکی وده وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال به خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن سه شنبې د وري اوله په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.

د اذربایجان سفیر الهام محمدوف ویلي، اذربایجان او افغانستان د مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکاتو سربیره د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.

ښاغلي محمدوف څرګنده کړه: اذربایجان د امنیت د ټینګښت، اداري فساد او د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د له منځه وړلو په برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو قدرداني کوي.

نوموړي زیاته کړې په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل یو تاریخي فرصت دی ځکه له افغانستان سره په ټولو برخو کې ښې اړیکې غواړي. د اذربایجان سفیر په ټینګار سره و ویل: هیله لرم چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ اړیکې او تعاملات لا هم پیاوړي شي.

الهام محمدوف څرګنده کړه، هېواد يې غواړي له افغانستان سره د ترانس-کاسپين دهلېز په کارولو سره د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو په برخو کې همکاري زياته کړي، خو په دې برخه کې د اسلامي امارت بشپړ ملاتړ ته اړتيا لري. 

مولوي عبدالکبیر وویل: هیله من یم چې ستاسو حضور به د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم او ګټور وي.

ښاغلي کبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او همکارۍ ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په مسله کې د اذربایجان له دریځ څخه ملاتړ کړی او دوام ورکوي. اوس هم دواړه هېوادونه په سياسي، اقتصادي او ترانزيټي برخو کې د همکاريو د پراختيا وړتيا لري او پکار ده چې له دغو ظرفيتونو څخه د متقابل احترام په فضا کې استفاده وشي.

مولوي عبدالکبیر دې ته په اشارې سره چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد ته متوجه دی او له نورو هېوادونو سره په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ولاړ دی، وویل: موږ په افغانستان کې په زیربنایي پروژو کار پیل کړی او هڅه کوو چې له دې لارې اقتصاد ښه کړو، د افغانستان پياوړي کول د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د پل حیثیت لري، نو موږ غواړو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې د افغانستان او سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار وکړو.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي، له همدې امله موږ له اذربایجاني پانګوالو غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ورته زمینه برابره کړي.

مولوي عبدالکبیر د اذربایجان دریځ او ترانزیتي فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: موږ غواړو خپل تجارتي مالونه د اذربایجان له لارې اروپا ته ورسوو او په دې برخه کې د اذربایجان رول مهم دی.

د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت ثبات، پرمختګ او سیمه ییزه همکاري غواړي، خو د سیمې ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګډې همکارۍ پورې تړلی دی.

د پیغام پای/