کابل- ایرنا- کابل کې د روسیې سفارت د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي نه ګډون مستند او منطقي بللی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د روسیې سفارت مسوولینو نن (دوشنبې د سلواغې ۳۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي نه ګډون مستند او منطقي وو.

د سفارت خبرپاڼه زیاتوي: افغان دولت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي ګوتریش له خوا د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په اړه له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د دوی د بلنې شرطونه د منلو وړ نه دي، د افغان دولت استازو ته وړاندیز شوی چې یوازې په فرعي غونډو کې برخه واخلي.

د روسیې د سفارت چارواکي وايي: تنظیم کوونکو د ټول افغانستان په استازیتوب د کابل د ګډون غوښتنه له پامه غورځولې، په دې صورت کې اعلان شو چې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی باید د قطر پلازمینې ته له سفره ډډه وکړي، موږ دا دریځ مستند او منطقي ګڼو.

په خبرپاڼه کې راغلي: په دې توګه د افغان دولت د غوښتنو په پام کې نه نیولو سره، روسي لوري پرېکړه وکړه چې د افغان مدني فعالانو په نوم له سازمان سره په جوړه شوې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړي، د دغو مدني فعالانو ټاکنه په غیر شفاف ډول او د کابل په شاه کې نیول شوې.

افغان دولت زموږ اصولي پرېکړه په مننې سره ومنله.

د ایرنا د خبر له مخې د ملګرو ملتو له خوا د افغانستان په چارو کې د ۲۸ هېوادونو د ځانګړو استازیو په ګډون په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه پرون ماښام د افغانستان د سرپرست دولت د استازیو له شتون پرته په قطر کې پیل شوه او لا هم روانه ده. 

د افغانستان د سرپرست دولت استازو په دې غونډه کې له دې امله ګډون ونه کړ، چې د ملګرو ملتونو له خوا یې شرطونه نه وو منل شوي.

د دوحې په غونډه کې د سرپرست دولت د ګډون لومړی شرط دا و، چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ د ناستې زمینه برابره شي، څو د افغانستان د سرپرست دولت د رییس الوزار د لیک په اړه مفصل، شفاف او هر اړخیز بحث وشي. 

د سرپرست دولت دویم شرط دا و؛ څرنګه چې افغانستان د مرکزي او واحد حکومت تر ادارې لاندې دی، د دوحې په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب یوازې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ دولتي پلاوی ګډون کوي او نور به هېڅوک د افغانستان په استازیتوب ګډون نه کوي.

د پیغام پای/