کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د اسلام او خلکو د حقونو پر سر له چا سره معامله نه کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ناسته کې د وینا پر مهال و ویل، چې اسلامي امارت به د نړۍ له خوا د رسمیت پېژندلو لپاره پر اسلام او د افغانستان د خلکو پر حقونو کومه معامله ونه کړي.

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان سرپرست دولت له هېڅ هېواد سره تاوتریخوالی نه غواړي او زیاته یې کړه: موږ له هېچا سره د اسلامي نظام او اسلامي اصولو او احکامو پر سر خبرې نه شو کولای، ځکه چې موږ د دغه نظام لپاره قربانۍ ورکړې دي.

د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت به د ټول شموله حکومت تر نامه لاندې د پخوانيو حکومتونو څېرې په اوسني نظام کې شامل نه کړي.

مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه: «بهرني اجیران، غله، مفسدین او لوټماران باید په دې حکومت کې شامل نه کړای شي، دا هغه څه دي چې نړۍ وايي ټول شموله حکومت دی!" نه امارت او نه هم د افغانستان ځیرک ولس دا زغملی شي.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په چارو کې د نړۍ د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور کې د ملګرو ملتونو غونډه په دوحه کې جوړه شي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست دولت په رسمیت پېژندلو موضوع هم مطرح شي.

د پیغام پای/