ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار ولایت سمیه ییزه چارواکو او د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ نن (چهارشنبې د مرغومي ۱۳ مه) په یو لړ مراسمو کې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د لور حضرت فاطمه زهرا (س) میلاد او د ایران اسلامي جمهوریت د قدس ځواک د عمومي قوماندان مارشال حاج قاسم سلیماني د شهادت څلورم تلین ولمانځه.
په دغه مراسمو کې د ننګرهار والایت مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د ختیځ د علماوو شورا رییس مولوي حضرت جان حنفي، د بهرنیو چارو وزارت سیمه ییز رییس مولوي فضل الهادي احمد او نورو وتلو چارواکو، شخصیتونو او جلال آباد ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ چارواکو ګډون کړی وو.
ننګرهار ولایت د ایران اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ مرستیال و ویل: د حضرت فاطمې زهراه (س) او د ایران اسلامي جمهوریت د انقلاب د ستر مشر حضرت امام خمیني (رح) د زوکړې د کلیزې له مناسبت څخه په ګټې اخیستنې د فلسطین له مظلومو او بې دفاع خلکو څخه د ملاتړ په هدف سره راټول شوي یو.
ښاغلي جمالي وویل: نن هم د میدان جنرال/مارشال قاسم سلیماني د یاد له څلورم تلین سره سمون خوري. دغه اسلام راشد سردار د ایران په اسلامي جمهوریت کې د میدان د پهلوان په توګه پیژندل کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ مرستیال وویل: د افغانستان د خلکو د صبر او مقاومت په نتیجه کې له شلو کلونو وروسته امریکا په ذلت سره له دغه هیواده وشړل شوه. سربیره پر دې هغه څه چې نن ورځ په فلسطین کې وینو هغه د غزې د مظلومو او بې دفاع خلکو د صبر او استقامت نښه او همداشان د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د مقاومت د محور او د زړورتیا او سرښندنې نښه ده. لکه څنګه چې په قرانکریم کې راغلي دي، الله ج د صبر کوونکو سره دی، هیله ده چې د ظلم پر وړاندې د مقاومت دغه درجې به پر باطل د حق د وروستۍ او نږدې بریا نښې وي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړه چې د اسلام په تاریخ کې یوه مهمه مسله د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ یووالی دی. په اسلامي نړۍ کې د پخوا په پرتله د وحدت پر اهمیت ډیر ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزارت استازي مولوي فضل الهادي احمد د هېواد په ختیځ کې د حاج قاسم سلیماني مړینه د اسلامي نړۍ ویاړ وباله او ویې ویل: شهید سلیماني د ايران يو اتل وو، چې ټوله اسلامي نړۍ پرې وياړي، د امريکا او اسرائيلو سخت مخالف وو، بې له شکه چې شهادت يې مبارک و، خو زيان يې موږ او ټوله اسلامي نړۍ غمجنه کړه.
له بلې خوا د ننګرهار د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوري په غزه کې د صهیونیسټانو د جنایتونو په خاطر په نړۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: په تېرو څو میاشتو کې چې موږ په غزه کې کوم وضعیت لیدلی، دردونکی دی او نړیواله ټولنه باید د غزې په تراډه کې هغه ظلم او وحشت ته د پای ټکی کېږدي چې دوی رامنځته کړی دی.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي نور احمد حنيف وويل: هغه هېوادونه چې د بشري حقونو دعوه کوي د صهيونيستي جنايتونو په وړاندې به په تاريخ کې شرميږي.
د ننګرهار د علماوو شورا مشر هم وويل: که يو مسلمان د بل مسلمان په درد نه خفه کېږي، په ايمان يې شک کېږي، نن ورځ د مسلمانانو تر منځ يووالی او د اختلافاتو لرې کول يو ضروري کار دی.
د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدس ځواکونو عمومي قومندان مارشال حاج قاسم سلیماني د ۱۳۱۸ کال د مرغومي میاشتې په ۱۳ نیټه د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا لخوا په شهادت ورسید.
مارشال حاج قاسم سلیماني په عراق او سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې جرړې و ایستلې او د نظامي کارپوهانو په وینا هغه د ایران اسلامي جمهوریت شاوخوا اووه کلکې امنیتي کړۍ رامنځ ته کړې وې.
د پیغام پای/