کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائیلو ظلمونه او جنایات د بشري په تاریخ کې ساری نه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن (دوشنبې د مرغومي ۱۱ مه) د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د تېرې ورځې څرګندونې چې د فلسطین په اړه دي خپرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي: د افغانستان مجاهد ولس د فلسطین د خلکو په هر درد او غم کې ځان شریک بولي، د هغوی درد خپل درد بولي، نن چې د غزې پر خلکو د غاصبو اسرائیلو له خوا کوم ظلم روان دی، دا یو وحشت او قتل عام دی، چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري.

د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړې: موږ د صهیونیستانو دغه ظلم او وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندو او د اسلامي هېوادونو او نړۍ له مسلمانانو غواړو، چې د دغه ظلم او وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

ښاغلي مجاهد و ویل: د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین قضیه د ټول مسلمان امت قضیبه بولي او د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنې په کلکه ملاتړ کوي.

 د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست و ویل: موږ په اسرائیلو او د هغوی په ملاتړو چې د بشري حقونو ادعاوې کوي او د حقوق بشر شعارونه ورکوي واضح وایو، چې ستاسو اوسني سیاسیتونه د غزې د خلکو پر وړاندې له دوه ګوني ظالمانه چلند څخه ډک دي.

ښاغلي مجاهد صهیونیستانو او د هغوی ملاتړو ته خطاب کې و ویل، چې له دغه ناسمو سیاستونو لاس په سر شي او د بشریت سره خپلې دښمنې ته د پای ټکی کېږدي.

د یادونې ده، چې د اسرائیلو غاصب رژيم له کابو درې میاشتو راهیسې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف د فلسطین د مظلوم ولس د ښځو او ماشومانو په وژنې لاس پورې کړی دی.

غزه کې د صهیونیستانو بشري ضد جنایتونو په اړه نړیوال نفرت مخ پر زیاتېدو دی او له ځان سره یې په نړیواله کچه لاریونونه درلوده.

د پیغام پای/