کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ویلي، ایران اسلامي جمهوریت کې مېشت افغان دیپلوماتان دې، د افغان کډوالو د ستونزو د حل هڅې وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال دفتر نن (چهارشنبې د لړم ۱۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې تهران کې د افغانستان سفارت له چارواکو سره د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د سرپرست دولت د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او هوايي چلند سرپرست وزیرانو او ورسره پلاوي هم حضور درلود او تهران کې د افغان سفارت چارواکو او دیپلوماتانو د خپلو کارونو په بېلا بېلو اړخونو معلومات وړاندې کړل.

یاده لیدنه کې ملا برادر ویلي، د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن الحمدلله په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی چې هغه په رښتینې مانا د دغه ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجې دی.

نوموړي مهال زیاته کړه، د افغان ولس هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید نهايي کوښښ وکړئ څو د هېوادوالو ستونزو ته  په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړۍ.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي.

ښاغلي برادر د سفارت ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو افغان محصلینو ته په ایران کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.

ملا برادر تهران کې د افغانستان سفارت د کړنو او اجراآتو څخه خوښي وښوده ویې ویل: چې ایران اسلامي جمهوریت کې ګڼ افغان کډوال مېشت دي او اړتیا ده، چې  زموږ دیپلوماتان په دوامداره ډول د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړوي پلاوي په مشرۍ د افغانستان – ایران په ګډ اقتصادي کمېسیون کې د ګډون په موخه تهران ته تللی او تر اوسه یې د جمهوري اسلامي ایران له بېلا بېلو چاروکو سره لیدنه کې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې موافقې کړې دي.

د پیغام پای/