مزارشریف- ایرنا- بهرنیو سیلانیانو او د قطر دولت د شاهي کورنۍ غړو د الوتونکو د قانوني ښکار لپاره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره درې کلن تړون لاسلیک کړ.

مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ بهرني سیلاني او د قطر دولت د شاهي کورنۍ غړي شیخ عبدالله ابن جاثم نن سهار (پنشنبې د لړم ۱۱ مه) د فاریات ولایت د والي محمد شعیب رسالت سره ولیدل.

ابن جاثم ویلي، چې دوی  د فاریاب ولایت په اندخوی، قرم قول او ځينو نورو ولسوالیو کې د الوتونکو مرغانو د قانوني ښکار په پار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.

د یادونې ده، چې افغانستان کې غوښه خوړونکي او غیر غوښه خوړنکي الوتونکي شته، چې تر اوسه پورې یې ۵۰۰ ډول مرغان تشخیص شوي دي.

د پیغام پای/